په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغانستان بانک: پيسو سپينولو په اړه قانون ته اړتیا ده

د افغانستان بانک خبردارى ورکړى دى که د جون ترمياشتې د پيسو د سپينولو په برخه کې حکومت د قانون لایحه جوړه نه کړي، د افغان او نړيوالو بانکونو تر منځ راکړه ورکړه له سقوط سره مخامخېدى شي.

افغان حکومت د پيسو سپينولو په برخه کې له کارکوونکې نړېوالې ادارې سره دوه کاله وړاندې منلې وه چې د پېسو د سپينولو په برخې کې به اړينه قانون جوړونه کوي.

په دې ډول د ادارې شرايطو سره افغان بانکونه هم برابر ېږي، خو د حکومت له ژمنې سره سره د دې هدف ترلاسه کولو کې پاتې راغلى دی.

د افغانستان بانک مرستيال خان افضل هډوال وايي چې دوى په دې هڅه کې دي چې د جون د مياشتې ضرب الاجل نه وړاندې ولسي جرگې لخوا په دې برخه کې قانون جوړونه وشي.

ښاغلي هډوال په دې اړه له عنايت الحق ياسيني سره خبرې کړې دي.