په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

مصریان نوی ولسمشر ټاکي

مصريان په دوو کلونو کې په دويم ځل دا دوشنبه د نوي ولسمشر ټاکلو لپاره رايه اچوي.

مخکښ کانديد په کې د پوځ پخوانی مشر جنرال عبدالفتاح السيسي دى چې مخکينى ولسمشر محمد مرسي يې له مظاهرو وروسته د تېر کال په جولاى کې له واکه لرې کړ.

د جنرال السيسي نژدې سيال په تېرو ټاکنو کې درېيم راغلى و.