په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"د معلولينو له حقونو پرله پسې سرغړونې کېږي"

په افغانستان کې د آزادو رسنيو د مشارکت ادارې تازه موندونو ښوولې چې د معلولينو له حقونو په پر له پسې ډول سرغړونې روانې دي.

ياده اداره د معلولينو په اړه خپلې وروستۍ سروې کې وايي چې د قانون ٢٢ مادې ترمخه بايد درې سلنه حکومتي دندې معلولينو ته ورکړل شي، چې د دوى په وينا دېرى ارگانونو او ادارو لخوا دغه قانون نه دى پلى شوى.

په افغانستان کې د شهيدانو او معلوينو فعالان وايي معلولين له ډيرو ستونزو سره مخامخ دي او له هغوى سره توپيري چلند کيږي.

زموږ همکارې سعيدې محمود د افغانستان د شهيدانو او معلولينو ازاد مدافع انجنير اسد الله کاموي امرخيل څخه دې يوې مرکې په سر کې د ازادو رسنيو دمشارکت ادارې د موندونو په اړه د هغه غبرگون پوښتلى.