په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

نیجریايي مشران د سولې دعاګانو ته ټول شوي

نيجريا کې د دغه هېواد له لروبره مسلمانان په داسې وخت کې سولې ته د دعاګانو لپاره راغونډ شوي چې ځينې په کې پر مسلمانو مشرانو غږ کړی چې د بوکو حرام له لوری راپورته شوي ګواښ ته په ځواب ويلو کې لا فعال رول ولوبوي.

دا پرمختيا د دغه هېواد شمال کې د همدې ډلې له لوري د ۲۰۰ نجونو له تښتولو او پر کليو له بریدونو وروسته راځي.