په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"د انځورګرانو نومونه باید ورک نه شي"

د افغانستان د هرات ولايت يو انځورگر هيله لري چې د هېواد د نورو هم مسلکانو په باب څېړنه وکړي.

د هرات پوهنتون د ښکلو هنرونو د پوهنځي استاد سید نوید فضلي وايي د نورو انځورگرانو پر کار څېړنه د افغانستان د هنر غوړولو او معرفۍ لپاره مهمه ده.

محمد قاضي زاده د ښاغلي فضلي ليدو ته ورغلى او دغه رپوټ یې چمتو کړی دی.