په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغانستان کې د ٩٨٠٠ امریکایي پوځيانو د پاتې کېدو اعلان

امريکا اعلان کړى دى چې د ٢٠١٤ کال نه وروسته به افغانستان کې ٩٨٠٠ پوځيان پريږدي.

ولسمشر ولسمشر بارک اوباما ددې اعلان پر مهال وويل چې د دغو پوځیانو شمېر به بيا د ۲۰۱۵ کال تر پایه نیمايي ته راټيټږي.

ده وويل چې امريکايي پوځيان به افغان پوځ ته د القاعدې پرضد عملياتو او روزنې کې مرسته کوي.

ولسمشر اوباما وویل چې دا به هله شونې وې چې د افغانستان له راتلونکي حکومت سره دوه اړخیزه تړون لاسلیک شي.

دولسمشر اوباما لخوا افغانستان کې د پاتې کېدو نکو پوځيانو شمير اعلان په ډير مهم پړاو کې شوى دى>

دا چې دا اعلان افغانستان لپاره څومره مهم دى او ددې هېواد په راتلونکې به څه اغيز ولري دا او نورې پوښتنې عنايت الحق ياسيني په امريکا کې مېشت د چارو افغان شنونکى شير جان احمد زى سره څېړلې دي.