په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

برازیل کې د فوټبال سیالیو پرضد مظاهرې

په برازیل کې د فوټبال نړیوال جام لوبو ته څه باندې دوې اوونۍ پاتې دي خو دغلته د همدې لوبو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې لا هم رواني دي.

وروستۍ نښتې براسیلیا کې وشوې او ۱۰۰۰ کسان په کې له پولیسو سره ونښتل. په دغه مظاهره کې د برازیل اصلي وګړو هم برخه اخیستې وه او د ملکیت حق یې غوښت.

نور جزییات په دې وېډیويي رپوټ کې چې امان الله عمران یې وړاندې کوي.