په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"له افغانستانه خپل سرتېري چټک وباسو"

امریکا په ډاګه کړې چې په افغانستان کې د خپلو شته سرتېرو شمېر تر هغه ژر را کموي چې پخوا یې اعلان شوی و.

د راتلونکي کال په وروستیو کې به په افغانستان کې یوازې ۵۰۰۰ امریکايي عسکر پاتې وي او د ۲۰۱۶ کال په وروستیو کې به یوازې امریکايي سفارت فعال وي.

دا خبر د امریکا د بهرنۍ تګلارې په اړه د ولسمشر اوباما تر مهمې وینا وړاندې په ډاګه کېږي.

په دې هکله نور جزییات په دې رپوټ کې چې اسماعیل میاخیل یې وړاندې کوي.