په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د اوباما نوى ليد لورى

ولسمشر باراک اوباما د خپلې دندې پاتې مودې لپاره د خپل حکومت د بهرنۍ تګلارې موخې په ګوته کړي دي.

ده په وسټ پاينټ پوځي اکاډمۍ کې په خپله وينا کې، ترهګري د امريکا پر وړاندې يو مخامخ ګواښ وګاڼه.

ده ټينګار وکړ چې د اوکراين او ايران په ګډون، کړکېچونو لپاره ډيپلوماسي، نه پوځي ګام، د حل لار ده.