په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"پولیسو زما مېرمن و نه ژغورله"

پاکستان کې د هغې ميندوارې ښځې مېړه، چې په لاهور کې له يوې محکمې بهر د خپلې کورنۍ له خوا تر مرګه وهل شوې، وايي پوليسو د دغه بريد د مخنيوي لپاره هېڅ هم ونه کړل.

محمد اقبال بي بي سي ته وويل دا چې پوليسو څه نه دې کړي، ناانساني وو.

دغه مېرمن چې فرزانه پروين نومېده، وړمه رڼا ورځ، په دې ووژل شوه، چې د کورنۍ د هيلو خلاف يې واده کړی و.

لومړي وزیر نواز شریف دغه کار د نه منلو وړ وباله او له محکمې یې د ژر عمل کولو غوښتنه وکړه.