په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کشمير کې جوړ شوي بیټونه نړیوال شهرت لري

د هند تر ولکې لاندې کشمير کې د امنيتي ځواکونو او خلکو ترمنځ نښتو له امله حالت په دوديز ډول ترينګلی وي.

خو له کرېکېټ سره د دغې سيمې خلکو مينه دومره تانده ده، که حالت هر ډول وي، د دغې لوبې ځوانو مينه والو په لېوالتيا کې کوم کمی نه راځي.

شايد همدا لامل وي چې په کشمير کې جوړېدونکي بېټونه په هند، پاکستان او ان اروپا کې مشهور شوي دي.