په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کینیا د ګرځندوی صنعت غوړولو هڅه کوي

کېنيا لوبو بڼوڼو ته د ننوتو پيسو او هم د هوايي سفر لګښتونو د کمښت په ګډون له یو لړ داسې هڅوونکو ګامونو پرده پورته کړې چې له مخې يې غواړي، لا نور سیلانيان ورجلب کړي.

دغه هېواد اوس دوی ته اړتیا لري.

د ګرځندوی صنعت د ترهګرۍ بريدونو زياتوالي له امله، چې له الشباب اورپکو سره تړاو لري، له غټو تاوانونو سره مخامخ دی.

کینیا له دغه صنعته د کال يو ميليارډ ډالره عايد لري.