په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغان حکومت د امريکا-طالب بنديانو پر تبادلې غوسه شوی

کابل د بنديانو هغې تبادلې غندنه کړې چې له ګونتانامو زندان نه په کې د پنځو طالب بنديانو په بدل کې یو امريکايی سرتېری خوشي شو.

طالب بنديان د قطر څارنې ته سپارل شوي، او افغانستان وايي یو درېيم هېواد ته د دوی سپارل له نړيوال قانونه سرغړونه ده.

امریکايی سرتېری بو برګډال، چې نژدې پنځه کاله يې د طالبانو بند کې تېر کړي، اوس په جرمني کې په يوه پوځي روغتون کې تر درملنې لاندې دی.