په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د امريکايي سرتېري د سپارلو د شیبو وېډیو

افغان طالبانو يوه داسې ويډيو خپره کړې چې د دغه هېواد ختيځ کې امريکايي ځواکونو ته له دوی سره بندي سرتېري بو برګډال سپارلو شېبه ښيي.

په امريکا کې په خپله اوس د تبادلې دغه جوړجاړي په اړه سخت بحثونه او ناندرۍ پارېدلې دي.

ملګري سرتېری يې وايي مخکې له دې چې ونيول شي، دی له خپلې پوځي اډې تښتېدلی و.

ولسمشر اوباما وايي خبره چې هر څه وي، امريکا به هغوی چې د دوی پوځي جامو کې وي تر شا پرنه ږدي.

نور تفصیل په دې رپوټ کې چې اسماعیل میاخیل یې وړاندې کوي.