په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

لمسی د خپل نیکه ریکارد ماتولو هڅه کوي

ويل کېږي ريکارډونه د دې لپاره جوړېږي چې مات شي. ۵۰ کاله وروسته له هغه چې سمندرسپړونکي جاک کوسټو تر اوبو لاندې دېرش ورځې تېرې کړې، لمسی يې اوس داسې غوټې ته ځان چمتو کوي چې ریکارډ يې مات کړي.

دا په سره سمندر کې تر اوبو لاندې د ۳۰ ورځني ژوند تجربه وه چې جاک کوسټو په کې په ۱۹۶۳ کال کې له لمر پرته نړۍ په نامه خپل اوسکار ګټونکی مستند فېلم جوړ کړی و.

په دې هکله نور جزییات په دې رپوټ کې چې شازیه سنګروال یې وړاندې کوي.