په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اته صنعتي هېوادونه بېرته اووه شول

د نړۍ اوو سترو صنعتي هېوادونو د مشرانو ترمنځ خبرې په بروکسل کې روانې دي.

اټکل دی د غوندې ډېر پام د اوکرايین پر کړکېچ راغونډ وي. دغه مشران وايي چمتو دي چې که روسیې د اوکرايین ناکرارولو ته دوام ورکړ، نور بنديزونه به پرې ولګوي.

دا له هغه راهيسې چې د کريميا ورتړلو له امله روسيه له دې ډلې ايستل شوې لومړۍ سرمشريزه ده.

نور جزییات په دې رپوټ کې چې سعیده محمود یې وړاندې کوي.