په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

نوی تایلندی حکومت د هېواد اقتصاد رغوي

د تایلند پوځي واکمنو دوه اوونۍ وروسته له هغه چې د يوې کودتا له لارې یې واګې واخيستې، د خپل هېواد تودو اقتصادي مسئلو سره په چلن پيل کړی دی.

وړو کاروبارونو ته د پورونو ضمانت، د سونګ توکو د بيو ټاکل، او هم د لويو بنسټيزو ودانيزو پرورژو بيا پيل او د پانګونې غوښتنليکونو پرمخ بېولو چارې دي چې د شل میليارډ ډالرو ارزښت لري.