په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

څوک له مناظرې وېرېږي؟

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو یوه مخکښ کاندید خپل سیال ننګولی چې په یوه ټلویزیوني بحث کې ورسره برخه واخلي.

اشرف غني احمدزي پر عبدالله عبدالله تور لګولی چې له بحثه وېرېږي. ډاکتر عبدالله چې تېره اوونۍ یې پر کمپاین برید وشو وايي، څوک چې ډېر له ټلویزيوني بحث سره ستونزه لري، خپله ډاکتر اشرف غني دی.

نور جزییات په دې وېډیويي رپوټ کې چې امان الله عمران یې وړاندې کوي.