په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د بو برگدال د آزادۍ ناندرييزه بيه

د امريکا د سپينې ماڼۍ چارواکي او بهرنيو چارو وزارت چارواکي هڅه کوي امريکايي سياستوال او خلک د دې خبرې منلو ته وهڅوي ګنې هغه بيه يې چې د خپل سرتېري بو برګډال خوشې کولو لپاره پرې کړې، ارزښت یې درلود.

تېره اوونۍ امريکا د طالبانو پنځه کسان د دغه سرتېري په بدل کې، چې پنځه کاله د طالبانو په بند کې و، قطر ته وسپارل.