په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"د ټاکنو امنیت په اړه مو همغږي ډېره شوې"

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر عمر داودزی وايي د ټاکنو د دویم پړاو لپاره د ټولو امنیتي ځواکونو ترمنځ همغږي د پخوا په پرتله ډېره شوې.

نوموړی وايي د تېر پړاو تجربو ته په کتو سره تشې ډکې شوې او تمه ښي چې د ټاکنو دویم پړاو به په ښه ډول ترسره شي.

ښاغلي داودزي دغه څرګندوني زموږ له همکار حفیظ الله معروف سره په مرکه کې کړې دي.