په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغان ولسمشريزو ټاکنو دويم پړاو

ميليونونو افغانانو د خپل هېواد ولسمشرۍ ټاکنو دوهم پړاو کې رايې ورکړې. شاوخوا ۱۲ ميليون افغانان د رايې ورکولو وړتيا لرله. د افغانستان په لر او بر کې د رايې ورکولو مرکزونه د سهار پر ۷ بجو پرانيستل شول، او په د پاسه ۶ زره مرکزونو کې کلک امنیتي تدبيرونه نیول شوي وو. په دې پړاو کې افغانان د دوو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبد الله عبد الله ترمنځ يو غوره کوی چې د هېواد راتلونکی ولسمشر يې شي.