په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

نوماندان او تېرې برياوې

په تېر پړاو کې د کابل، بلخ او یو شمېر نورو ولایتونو ډېرې رايي عبدالله عبدالله ګټلې وې خو په جنوب کې اشرف غني احمزی مخکې و. د دوهم پړاو لپاره هم دواړو کاندیدا تر وروستيو شېبو په هغو ولایتونو کې د برلاسۍ په لټه هلې ځلې کولې چې په لومړي پړاو کې په کې سره نژدې وو. دا ځل د کندهار او یو شمېر نورو ولایتونو رايي برخلیک ټاکونکې بلل شوې دي. دا چې دواړو کاندیدانو تېر ځل کوم ولایتونه ګټلي وو اوس په کومو کې مخکې ګڼل کېږي، اسماعیل میاخیل یې په اړه دا رپوټ چمتو کړی دی.