په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

هند د هوټلونو له کمښت سره مخ دی

د هند حکومت وايي دغه هېواد د هوټلونو له کمښت سره مخامخ دی، او اوسمهال ۱۰۰ زره کوټو ته اړتیا لري.

دا چې اټکل دی په ۲۰۲۰ کال کې به د دغه هېواد د سيلانۍ کچه ۸% سلنه ټوپ وهي، نو د استوګنې لپاره د کوټو لټون او غوښتنه به لا پسې زور نيسي.

خو پوښتنه دلته دا ده چې د نويو پنځه ستوريزو هوټلونو پر ملکيوتو د پام راغونډول د پرمخ پر وړاندې تګ ښه لاره ده؟

تفصیل یې په دغه رپوټ کې وګورئ چې ثنا ساپۍ یې وړاندې کوي