په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ګرځنډ ټليفونونه او د چارجولو سرخوږی

او د موبايل بېټرۍ او چارجول یې څومره سرخوږی درته جوړوي؟

ګرځنډ ټليفونونه ټوله نړۍ کې د خلکو د ژوند په يوه نه بېلېدونکې برخه بدل شوي، او ترې پرته ګوزاره خورا ګرانه شوې ده.

خو په خپله د ګرځند ټليفونونو لويه ستونزه بېټرۍ دي، ان تر ټولو غوره ځيرک ټليفونونه هم همدا ستونزه لري،

په تېره بيا دا چې خلک اوس پرې په خپل ژوند کې ډېره تکيه کوي، يوازې ټليفوني تماس نه بلکې د انټرنېټ ګټه هم ترې اخلي.

ساينسپوهان اوس پرله پسې زيار باسي چې دې ستونزې ته د حل کومه لار راوګوري.