په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

داعش تلعفر هم نيولی

په عراق کې د داعش ډله هماغسې د سیمو پر نیولو او ولکه کولو لګیا ده.

وروستی ښار چې د دوی ګوتو ته ورغلی، تلعفر دی.

دغلته ځايي اوسېدونکي وايي، درنې ډزې یې اورېدلې، له لاریو ډک سړي یې لیدلي چې ټوپکونه ورسره وو او جهادي جنډۍ یې رپولې.

تر دې وړاندې، د یکشنبې پر ورځ داسې انځورونه هم خپاره شوي چې د داعش ډلې جنګیالي يې په کې ښودل چې عراقي سرتېري یې اعدامول. خو بغداد لا تر اوسه له حکومت سره دی.