په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

عبد الله عبد الله: رايه ورکونکي اووه مليونه نه وو

په افغانستان کې د ولسمشرۍ د دویم پړاو له ټاکنو وروسته د ممکنه درغلیو خبرې تودې شوې دي.

يوه کانديد ډاکټر عبدالله د ټاکڼو د کمیسیون پر یوه غړي د درغلۍ تور پورې کړی دی.

خو کمسيون دا ادعاوې په کلکه رد کړې دي.

د شنبې د ورځې رايه ورکولو کې د ټاکنو کمیسیون په وینا تر اوو میلیونو ډېرو خلکو رایه ورکړې خو ډاکټر عبدالله دغه شمېر د نه منلو وړ بولي.

د بي بي سي پښتو ټلویزیون، بلال سروري، له ښاغلي عبدالله سره خبرې کړې دي.