په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

حامد کرزی: دواړه کانديدان به پايلې مني

افغان ولسمشر حامد کرزی ويلي د ځای نيولو دواړه کاندیدان به يې د رايې ورکولو دویم پړاو پایلې مني.

له بي بي سي سره په یوه ځانګړې مرکه کې ولسمشر کرزي هغه ګنګوسي رد کړل چې ښايي د بايلونکي کاندید ملاتړي به لانجه جوړه کړي.

د پلان له مخې به د ولسمشرۍټاکنو پایلې د جولای پر ۲۲ مه نېټه اعلانېږي.

څه باندې اووه میلیونه افغانانو د جون پر ۱۴ مه د خپل ولسمشر ټاکلو دوهم پړاو کې رایې ورکړې.

اېمل پسرلی پرې له کابله رپوټ لري.