په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د داعش د ډزو منځ کې راګير

د عراق لومړي وزیر نوري المالکي خپل ولس ته په وینا کې ويلي موخه یې د داعش ډلې ماتول دي.

ده ټینګار وکړ چې د هېواد یوالی یې، له سني، شیعه، کردانو او عربانو سره ټینګ دی.

خو په دغه هېواد کې زوروره جګړه لا روانه ده. رپوټونه وايي سني اورپکو د دغه هېواد په بیجي کې د تېلو چاڼ تر ټولو لویه فابریکه نیولې ده.

د بي بي سي یوې ډلې د جلولاء ښار کې جګړه په خپلو سترګو لیدلې او حال یې راکوي.