په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د اوکرایین ختیځ کې زوروره جګړه روانه ده

د اوکراییني ولسمشر پېټرو پراشینکو د هغه پلان په اړه جزییات په ډاګه شوې دي چې غواړي له مخې یې د هېواد په ختیځ کې اورپکي ختمه کړي.

په دې پلان کې د حکومتي ځواکونو له لوري یو اړخیز اوربند هم شامل دی. تمه ده په اړه پوره جزیات نن ناوخته په ډاګه شي.

نن د پېټرو پراشینکو او روسي ولسمشر وېلادیمير پوتین تر منځ ټېلېفوني خبرې هم وشوې. په عین حال کې د اوکرایین ختیځ کې زوروره جګړه هم روانه ده.

جزییات په دې رپوټ کې چې متین سمسور یې وړاندې کوي.