په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

له وزیرستانه د کډه شویو خلکو ستونزې

د پاکستان له شمالي وزیرستانه په زرګونه کورنۍ له خپلو مېنو او کورنو وتلي دي.

ولسي وګړي دغلته د حکومت د هغه پوځي عملیاتو له لاسه کورنه پرېږدي چې اورپکي په نښه کوي.

د افغانستان پولې ته نژدې دغه قبایلې سیمه یوه له اوو قبایلي سیمو ده چې تر ډېره وسله وال اورپکي پکې فعال دي.