په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د عراق وروستي کړکېچ زرګونه کسان وژلي

عراق کې یوازې دا تېر جون میاشت کې لږ تر لږه ۱۰۰۰کسان چې ډېری یې ولسي وګړي دي وژل شوي.

دا شمېرې د ملګرو ملتونو څارونکو خپرې کړې او وايي ښايي اصلي شمېر تر دې هم لوړ وي.

همدې حال کې د امریکا د بهرینو چارو وزیر جان کېري، د عراق شمال، کردستان سیمه کې دی.

دی هڅه کوي د یوه پراخ بنسټه حکومت لپاره ملاتړ را ټول کړي.

په تازه خبرونو کې سني اورپکې ډله داعېش وايي، بیجي کې یې د عراق تر ټولو لویه، تېلو چاڼ فابریکه نیولې خو حکومت یې نه مني.