په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په هلمند کې نښتو ګڼ شمېر کسان وژلي

راپورونه وايي په هلمند ولايت کې د درنو نښتو پر مهال لسګونه طالبان، ملکي وګړي او سرتېري وژل شوي دي.

چارواکي وايي افغان حکومت اوس د جګړې سيمې ته لا نور ځواکونه استولي چې د پوځي ځواب ملاتړ وکړي.

د سيمې قومی مشرانو ويلي د نښتو له امله سلګونه کورنۍ له خپلو مېنو وتلو ته اړ شوې دي.

مامون درانی تازه حال راکوي