په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پر داعش ډلې د سوریې جنګي الوتکو بریدونه

د عراق لومړی وزیر نوري المالکي وایي د سوريې جنګي الوتکو يې له هېواد سره پر پولو پر داعش جنګياليو هوايي بريد ترسره کړی دی.

نوموړي وویل عراق د دغه بريد غوښتنه نه وه کړې، چې د بغداد لوېديځ ۳۲۰ کیلومترۍ القايم کې شوی، خو د داعش پر وړاندې يې د هر دغه ډول بريد هرکلی وکړ.

په همدې وخت کې په عراق کې زرګونه کسانو د داعش پر وړاندې د خپلې خوښې جګړې لپاره نومليکنه کړې، او لا ډېر ملکي وګړي د داعش جنګياليو له بريدونو مخکې له ښارونو او بانډو په وتلو دي.