په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د لیبیا کړکېچ او مالي سیستم ته يې اوښتي زیانونه

په ليبيا کې له ناکراريو سره سره، دا تېره اوونۍ د نوي پارلمان غوراوي لپاره، چې عمومي ملي کانګرېس یې بولي، ټاکنې ترسره شوې.

د ملېشو بېلابېلو ډلو او حکومت ترمنځ شخړې د دې معنا لري چې ليبيا اوس د خپلو عايداتو له لویې سرچينې، تېلو او غازو هېڅ هم نه ترلاسه کوي.

له همدې امله د حکومت د عايداتو او لګښتونو ترمنځ کسر لاپسې پراخېږي.

د ملېشو له لوري د بانکونو لوټلو پېښې هم خورا زياتې شوې، چې مالي سيستم يې ورسره د ماتېدا ترکچې رسولی دی.

نو د دغه هېواد نوی ټاکل شوی کانګرېس به د دې ټولو ستونزو حلولو لپاره څه وکړی شي؟