په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پاکستان کې د پوټکي سپینولو تولیدات

د پوټکي سپينولو صابون يوه اعلان، په پاکستانۍ ټولنه کې په دې اړه بحث راپورته کړی، چې ډېر يې سپينوالي ته د دغه هېواد لېوالتيا ګڼي.

مبارزچیان وايي دا نظر چې څوک دې سپين پوټکی ولري، په پاکستان کې په ناعادلانه ډول له شخصي او مسلکي برياليتوب سره تړلی دی.

له دې سره سره چې دغه ډول اعلانونه تر نيوکو لاندې راځي، د سينګار توکو پلورونکي او سينګارتونونو څښتنان وايي په تېرو څو کلونو کې د پوټکي سپينولو توليداتو او درملنې غوښتنو کې زیاتوالی راغلی دی.

جزییات په دې رپوټ کې چې بسم الله مومند یې وړاندې کوي.