په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د هند حکومتي بودجه: د صادارتو او وارداتو تر منځ تشه

ټاکل شوې د دې اوونۍ پای کې د هند نوی حکومت خپله نوې بوديجه په ډاګه کړي.

د جولای لسمې نېټې وينا کې بايد ځينې ځانګړې تګلارې په ګوته شي چې له مخې يې د نړۍ دغه تر ټولو ګڼ نفوسه هېواد تودو مسئلو ته د حل لار راوکتل شي.

يوه ستونزه يې د هغه څه تر منځ پراخېدونکې تشه ده، چې هند يې واردوي او هغه څه چې دوی يې صادرولی شي.

د سوداګرۍ دغه کسر د هند اقتصاد نه يوازې تر بهرنيو اغېزو لاندې راوستی شي، بلکې کورني کاروبارونه هم ګواښي چې بهر کې د بازار موندلو زيار باسي.