په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغانستان کې ولسي وګړو مرګ ژوبله زیاته شوې، ولې؟

ملگري ملتونه وايي، په افغانستان کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله کې پنځه ويشت فيصده زياتوالى راغلى دى.

دملگرو ملتو يوه راپور کې چې د روان ميلادي کال د لومړنېو شپږ مياشتو په اړه دى، راغلي چې له يو نيم زرو زيات ملکي وگړي د جنورۍ او جون ترمنځ وژل شوي دي، چې نزدې درې سوه يې کوچنيان وو.

طالبانو دا خبره رد کړې ده چې گوا کې دوى د ډېرو ملکي تلفاتو عامل دي او تور يې پورې کړى دى چې رپوټ د هغوي د دښمن د تبليغاتو د سیوري لاندې د ملگرو ملتو له ادرسه خپور شوى دى.

د افغانستان دبشري حقونو سازمان وايي چې د ملکي تلفاتو شمېره له دې هم زياته ده چې د ملگرو ملتونو لخوا يې راپور ورکړ شوى دى.

ددې سازمان مشر لعل گل لعل وايي، ډېرو جگړه ځپلو سيمو ته د ملگرو ملتونو استازي نه شي ورتللى.