په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

روغتونونه له ناروغانو ډک دي خو درملنه یې نه کېږي

په داسې حال کې چې پاکستاني پوځ په شمالي وزيرستان کې د طالبانو پر وړاندې خپل عمليات روان ساتلي، څه د پاسه اته سوه زره خلک له دې سيمې کډه شوي دي.

دوی ورڅېرمه د خيبر پښتونخوا ځينو سيمو او د ډېورنډ بله غاړه خوست ته هم پنا وړې.

د خيبر پښتونخوا ډېری روغتونونه په نويو ناروغانو ډک شوي او پوره ډاکټران او درمل هم نه شته چې د دوی درملنه وکړي.