په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

نیتانیاهو: له حماس سره اوربند نه کېږي

د اسرائيلو هوايي بريدونو د درېيمې پرله پسې ورځې لپاره غزه لړزولې ده، او اوس د اسرائيلو لومړی وزير بينيامين نتنياهو وايي له حماس سره د کوم اوربند شونتيا نه شته.

فلسطیني چارواکي وايي په دغو بريدونو کې ۸۱ کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپيان دي.

ملګريو ملتونو خبرداری ورکړی چې حالت د چړې پر څنډه دی.

په غزه کې جنګیاليو بيا پر اسرائيلو د توغندیو ويشتلو ته دوام ورکړی، خو د اسرائيليانو تر منځ د چا د مرګ خبر نه دی ورکړل شوی.