په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

طبیعت ساتونکي: تي لرونکي ژوي د ورکېدو له خطره وژغورئ

د طبيعت ساتلو نړيواله ټولنه وايي د نړۍ تی لرونکو ژويو څلورمه برخه اوس د له منځه تلو له خطر سره مخامخ دي.

دغه ټولنه وايي د نړیوال ګواښ ريښتینې انځور تر لاسه کولو لپاره بايد د ژويو لا ډېرو ډولونو څېړنه وشي.

د رضاکارو څېړونکو يوه ډله د امريکا ويرجينيا ايالت يوې لرې پرتې سيمې ته تللې چې وګوري وحشي ژوي څنګه شمېرلی شي؟

بي بي سي هم ور سره پر دې سفر ملګرې شوې وه.