په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د عايداتو نابرابري

د عايداتو نابربراي، داسې وينا ده چې سياستوال يې تل نارې وهي، خو تر ټولو لويه پوښتنه دا ده چې په اړه یې بايد څه وشي؟

څه د پاسه يوه اوونۍ وړاندې په امريکا کې د بې کارۍ شمېرې په تېرو شپږو کلونو کې تر ټولو ټيتې کچې ته لوېدلې، او د ډاو جونز ونډو بازار هم په دې موده کې د لومړي ځل لپاره په تر ټولو لوړه کچه سوداګري کړې ده.

خو له دغو مثبتو خبرونو سره، د شتمنو او بېوزلو ترمنځ تشه په زياتېدا ده.

د نيويارک ‎ښاروال د هغو چارواکو ترمنځ دی چې د دغې ستونزې د حل زيار باسي، خو هر څوک يې په تګلاره کې نه دي شامل.