په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

بريتانيا کې د روژې بيې

په بريتانيا کې نژدې درې ميليونه مسلمانان ژوند کوي، او کله چې روژه شي نو د دغه هېواد ستر پلورنځي د خوراک څښاک توکو بيې راټيتوي.

خبره تر ډېره له سوداګرۍ او د لا ډېرو پېردونکو راجلبولو سره تړلې، خو په خپله د مسلمانانو پلورنځيو کې دغه بيې بيا لوړېږي.

دا چې په روژه کې په بریتانيا کې بيې څومره توپير کوي او کاروبار ورسره څومره اغېزمنېږي، د بي بي سي عادل شازېب ورته په دې رېپوټ کې کتنه کړې ده.