په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پر هندي امو بنديز، ګټه یې د پاکستان!

وايي د ځينو تاوان د نورو ګټې وي، په داسې حال کې چې د اروپايي ټولنې له لوري د هندي امو پر وارداتو بنديز لګېدلی، ګټه يې پاکستان ته رسېدلې ده.

دغه هېواد اوس خپل ام اروپايي ټولنې او نورې نړۍ ته صادروي.

د هند نیمه قاره د نړۍ امو صادراتو يوه مهمه سرچینه ده.

خو د پاکستاني حکومت ټمبلۍ سره د دغه هېواد صادرات له يو شمېرو خپلو ستونزو سره مخامخ دي.