په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پر غزې د اسرایيلي بریدونو اوومه ورځ

د غزي له شماله په زرګونه فلسطینیان، له هغه وروسته تښتېدلي دي چې اسراییلو ورته د خپلو کورونو د پرېښودو وويل.

دغلته د اسراییلو تر بمباریو وروسته، اوس فلسطیني چارواکي وايي تېره یوه اوونۍ کې ۱۷۲ کسان وژل شوي دي.

تېره شپه فلسطیني اورپکو هم ډېر راکټونه پر اسراییل توغولي دي.

د اسراییلو پوځ وايي د حماس د توغندیو توغولو مرکزونه په نښه کوي.