په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

حماس او اسرایيل یو بل پر بریدونو تورن کړي

اسراييلي پوځ وايي دوى تر هغه وروسته پر غزې بمبارۍ بيا پيل کړی چې فلسطيني اورپکو پرې د توغنديو توغولو ته دوام ورکړ.

تر دې وړاندې اسراييل د مصر له خوا وړانديز شوي اوربند ته سلا شوى و خو حماس دغه تړون د تسليمۍ په نامه بللى او رد کړى و.