په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

جرمنیان د خپلې لوبډلې بریا لمانځي

د برلېن په زړه کې څلور سوه زره خلک را ټول شوي چې د فوټبال د نړيوال جام پر گټلو د خپلې ملي لوبډلې هرکلى وکړي.

څه باندې دوه لسيزې وړاندې د ختيځ او لوېديځ جرمني تر يو کېدو وروسته دا لومړى ځل دى چې دوى د فوټبال نړيوالې اتلولۍ گټي.