په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پاکستانۍ مېرمن د واده په ګناه تر مرګه وهل شوې

د سږني کال لومړيو کې يوه ځوانه ميندواره پاکستانۍ مېرمن له دې امله تر مرګه ډبول شوې وه، چې د دوی له اجازې پرته یې واده کړی و.

دغې قضيې يو ځل بيا دې مسئلې ته چې د ناموس وژنه، بلل کېږي د خلکو پام ور اړولی دی.

خو د بشري حقونو ډلې وايي د محاکمې پېښې کمې او د ژوندي پاتې کېدو کيسې نژدې په هېڅ شمېرل کېږي.

دلته د يوې ځوانې مېرمنې کيسه ګورو چې ژوندۍ پاتې شوې، او خپل نکل کوي.