په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د بوسنیا ټولوژنه! هالنډي ځواکونه ګرم دي؟

په ۱۹۹۵ کال کې څه د پاسه ۷ زره سړي او هلکان په سربرېنيڅا کې د بوسنيا سرب ځواکونو له لوري ووژل شول.

د بوسنيا کورنۍ جګړې دا پېښه له دویمې نړيوالې جګړې وروسته د ملکيانو تر ټولو بوږنوونکې ټولوژنه بلل شوې ده.

اوس په هالنډ کې يوې محکمې حکم کړی، ګنې هالنډي ځواکونه چې په دې ښکار کې يې د ملګريو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو په توګه دنده ترسره کوله، د هغو څه د پاسه ۳۰۰ کسانو پر مرګ تر يوې اندازې ګرم دی، چې دوی ته یې پنا وروړې وه.