په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

چین د نړۍ فوټبال تر ټولو ستره اکاډمي جوړه کړې

د فوټبال نړيواله اتلولي د جرمني په بري پای ته ورسېده.

خو د چين له هسکو هیلو به څوک نه وي خبر... د نړۍ تر ټولو زيات دغه ګڼ نفوسه هېواد له فوټبال سره توده مينه لري، خو دغې اتلولۍ ته يې يوازې یو ځل په ۲۰۰۲ کال لار موندلې وه.

دغه هېواد اوس د نړۍ فوټبال تر ټولو ستره اکاډمي جوړه کړې ده. د فوټبال نړيوالې اتلولۍ وياړ ته د رسېدو يو نوی تکل.