په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"افغانان به له وزیرو مرستې نه سپموي"

د پاکستان د مشرانو جرگې او د عوامي نشنل گوند غړى نبي بنگش افغانستان ته د وزيرستان د کډوالو اوښتل طبعي چاره بولي. دى وايي د کرښې دواړو غاړو ته پراته خلک يو دي او د ده په وينا د درد او وير په وخت يې تل له يو بل سره مرسته کړې ده.

له بي بي سي پښتو تلويزيون سره په خبرو کې ښاغلي بنگش هيله وکړه چې افغانان به له وزيرو مرستې نه سپموي.